AP ۱۴۰۵ وږی ۴, څلرنۍ په ۹:۲۹:۵۳
د پاکستان حکومت یوه ویناپاڼه کې ویل شوي، له اورلګېدنې وروسته اور وژوونکې ډلګۍ سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات روان دي. چارواکو ویلي، اور کابو شوی او د روغتون د ماشومانو له څانګې ټول ناروغان د بېړنۍ درملنې څانګې ته لېږدول شوي دي.
AP ۱۴۰۵ وږی ۴, څلرنۍ په ۴:۴۶:۲۱
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او په ټول هېواد کې د تغذیې کړکېچ لا پسې ډېرېږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې 'یونیسف' په وینا، په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیده او حاده توګه خوارځواکي لري.
AP ۱۴۰۵ وږی ۳, درېنۍ په ۲۳:۲۶:۲۳
په داسې حال کې چې د ایران د جګړې له غځېدو سره د نړۍ پر مهمه سمندري لار، هرمز تنګي د کښتیو تګ راتګ لا ټکنی دی، تازه زرګونه کیلومتره لېرې په یوه بل ستراتېژیک سمندري تنګي، پاناما کانال کې کړکېچ مخ په ډېرېدو دی. دا یوه داسې مهمه سمندري لار ده، چې ارام او تلانتیک سمندرونه سره نښلوي. د امریکا متحدو ایالتونو ویلي چې په پاناما کانال کې د چین د نفوذ ډېرېدل کولی شي نړیواله سوداګري او امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
AP ۱۴۰۵ وږی ۳, درېنۍ په ۱۵:۴۱:۰۷
د جرمني رسنيو راپور ورکړی چې دغه هېواد نن سهار (سېشنبه د اګست۲۵مه) ۲۳ افغانان په يوه چارټر شوې الوتنې کې له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته ستانه کړي دي. د جرمني حکومت ويلي، په دوی کې ډېر داسې کسان وو چې د "تاوتريخوالي جرمونو" له کبله محکوم شوي وو.
AP ۱۴۰۵ وږی ۴, څلرنۍ په ۱:۲۹:۳۰
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د جعلي ډاکټرانو مشورې ښايي جدي پایلې ولري او "زړو خلکو ته د مرګوني زیان سبب شي."
AP ۱۴۰۳ وری ۲۷, دونۍ په ۱۱:۲۰:۵۹
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
AP ۱۴۰۵ وږی ۳, درېنۍ په ۹:۰۶:۳۷
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس یوه پیغام کې لیکلي چې د دغه فرمان له مخې رحمت الله نجیب، چې مخکې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال و، د بدخشان د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
AP ۱۴۰۵ وږی ۲, دونۍ په ۲۱:۳۸:۰۳
د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغانټبره ټاکل شوې استازې عائشه وهاب له واشنګټن غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیک تعامل وکړي. هغې ویلي، امریکا باید پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، خپلې اړیکې او ډیپلوماسي وساتي. د امریکا د کانګرس دې راتلونکې غړې د طالبانو مخالفې ډلې "جګړهمارې ډلې" وبللې او استدلال یې وکړ چې د افغانستان ستونزې یوازې تر طالبانو پورې محدودې نه دي.
AP ۱۴۰۵ وږی ۲, دونۍ په ۱۵:۳۹:۰۰
والي عبدالله سرحدي د یوه هلک د مات لاس درملنې لپاره پیسې ورکوي او له یوه ځایي جومات سره مالي مرسته کوي، وروسته د افغانستان په شمال کې د هغه په دفتر کې یوه حیرانوونکې مکالمه رامخ ته کېږي. یوه ځوانه ښځه دغه پخواني طالب قومندان ته، چې اوس یې ږیره کې سپین لګېدلي، وایي چې غواړي له خپل مېړه طلاق واخلي. دا خپل مېړه تورنوي چې له میاشتو میاشتو راهیسې وهلې ټکولې او رټلې ده.








